که امریکا صداقت غوره کړي د چین او دغه هېواد اړیکې په حقیقي ډول ښه کېدای شي
CMG2024/04/28 11:08:57
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جین پينګ د اپرېل په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره د کتنې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید همکاران وي، نه سیالان، يو بل ته د زیان رسولو پر ځای دې یو له بل څخه برياوې تر لاسه کړي، د ناوړه سیالۍ پر ځای دې خپلمنځي توپيرونه لرې کړي. د چين او امريکا ترمنځ د ډيالوګ پياوړي کول، د توپيرونو کنټرول او د همکارۍ پياوړتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ده، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده. بلینکن په خپلو خبرو کې له چين سره د امریکا د یو لړ سیاسي ژمنو پر پوره کولو ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې له چين سره تماسونه ونیسي، په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ شوې موافقې په جدي توګه عملي کړي او د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو ثابت پرمختګ ته وده ورکړي.

که امریکا چین د یو همکار په توګه وګڼي، دواړه خواوې به ګټه وکړي او نړۍ به لا نور ثبات او ډاډ ترلاسه کړي، که امریکا تل چین خپل لوی سیال وګڼي، دوه اړخیزې اړیکې به له ستونزو ډکې شي.

د تېر نومبر په مياشت کې په سان فرانسيسکو کې د چين او امريکا د مشرانو یو له بل سره تر کتنې وروسته، د دواړو هېوادونو اړيکې په عمومي توګه ثابت پرمختګ موندلی او دواړو خواوو د ډيپلوماسۍ، اقتصاد او سوداګرۍ په شمول یو لړ ساحو کې تماسونه او همکارۍ ټینګې شوې. چين ته د بلینکن دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تبادلې د دوام په معنا دی. دواړه خواوې دا ځل ۵ موافقو ته ورسېدل چې په کې د دواړو پوځونو ترمنځ د تبادلې دوام، د نشه يي توکو د مخنیوي، له اقلیمي بدلون سره د مقابلې او مصنوعي ځيرکتیا په برخو کې د چین او امریکا همکارۍ ته وده ورکول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې پراخول شامل دي. له دې څخه څرګندېږي چې دواړه هېوادونه د خبرو اترو د ساتلو، توپیرونو لرې کولو او همکارۍ ته وده ورکولو او په سان فرانسیسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د شوې موافقې د پلي کولو غوښتنې لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د شمالي امریکا او اوشینیا مدیریت مشر یانګ تاو د اپرېل د ۲۶مې نېټې په شپه په یوه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې چين يو سوسياليستي هېواد دی چې د سوله ييز پرمختګ پر لور ولاړ دی، د تسلط  او  سړې جګړې ذهنيت په چین کې نشته او نه هم دا د چين چلند دی. دغه څرګندونې ښيي چې د چين د پرمختګ نيت دا دی چې چینایانو ته ښه ژوند برابر کړي، نه دا چې د امریکا ځای ونیسي او ترې لوړ شي، چين تل د خپلو خلکو او د امریکا د خلکو د بنسټيزې هوساینې او د نړیوالې سولې او ثبات د ساتنې له نظره د دواړو هېوادونو اړیکو پرمختګ غواړي او د تل لپاره د متقابل احترام، سوله ييز ژوند او د ګډو ګټو د تر لاسه کولو ملاتړی پاتې شوی دی. 

د بلنکن د سفر په ترڅ کې چين يو ځل بيا له امريکا څخه وغوښتل چې تايوان ته وسلې ور نه کړي. د چينايانو د پرمختګ حق څوک نشي ترې اخیستی. که امریکا رښتیا غواړي په مسؤلانه توګه د چین او امریکا اړیکې اداره کړي او موافقه وکړي چې د چین پرمختګ او بریالیتوب د نړۍ لپاره ښه دی، نو باید یادې خبرې واوري او عملي يې کړي.

په اوس وخت کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ثابت پرمختګ  د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو کچو او نړیوالې ټولنې له خوا هرکلی شوی دی.

دواړه خواوې بايد په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو شوې موافقې پلې کړي او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د رېښتیا ټينګښت، ښه کېدو او د پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي.