د پاريس د المپيک لوبو اور فرانسې ته تللی
CMG2024/04/28 10:19:05
شريکول:

د پاريس د المپيک لوبو اور د اپريل د ۲۷مې نېټې په سهار د يونان له پلازمېنې اتن څخه فرانسې ته تللی او د مې په ۸مه نېټه به د فرانسې مارسېلېس بندر ته ورسيږي او وروسته به دغه هېوا کې د مشال لېږدول پيل شي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د مې په ۸مه نېټه به د امنيت ساتلو لپاره په مارسېلېس بندر کې ۶ زره پوليس ځای پر ځای کړي. ښايي له ۱۵۰ زرو څخه زيات کسان به په بندر کې د المپيک اور د رسېدل هرکلی کړي.

د پاريس د المپيک لوبې به د جولای له ۲۶مې نېټې څخه د اګست تر ۱۱مې نېټې پورې تر سره شي او پارالمپيک لوبې به د اګست له ۲۸مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۸مې نېټې پورې تر سره شي.