وانګ يي په بهرنيو چارو کې د فرانسې د ولسمشر له سلاکار سره تيلېفوني خبرې وکړې
CMG2024/04/28 10:55:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو د دفتر مدیر وانګ يي د اپرېل په ۲۷مه نېټه د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ايمانويل بوني سره ټليفوني خبرې وکړې.

وانګ يي وويل، چين او فرانسه پر خپلواکۍ او همکارۍ ټينګار کوي، د نړۍ د مختلفو ډلو ترمنځ د بېلتون او مقابلې مخالف دي، څواړخیزه غوښتنه عملي کوي او د ملګرو ملتونو منشور او نړيوالو قوانینو ساتنه کوي. چين غواړي له فرانسې سره د لوړې کچې تبادلې پياوړې کړي،د ډيپلوماسۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو مشرانو لارښونې رول ولوبوي، خپلمنخي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې کړي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د دوو لویو هېوادونو په توګه مهم رول لوبوي.  

بوني وویل، چې فرانسه غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کليزې په مناسبت د لوړې کچې تبادلې د پياوړتيا، د متقابل باور د ژورتيا، د عملي همکارۍ له لارې د ګډو ګټو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.