د فلسطين خبري اژانس د اپريل په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو تېره شپه د غزې په مرکزي او جنوبي سيمو هوايي بريدونه کړي او له امله يې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.
حماس د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې په سهار وختي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوی په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د اسرائيلو غوښتنه تر لاسه کړې او اوسمهال د ياد دغه غوښتنه تر څېړنې لاندې ده.