د اوکراين د هوايي ځواکونو قوماندان ميکولا اولېشچوک د اپريل په ۲۷مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې روسي ځواکونو د ۲۶مې نېټې له شپې څخه د ۲۷مې نېټې تر سهار پورې له هوا، ځمکې او سمندر څخه اوکراين ته ۳۴ توغندي توغولي دي.
د مالوماتو له مخې، په اوکراين کې لږ تر لږه ۴ فابريکې چې د سکرو له لارې برېښنا توليدوي، اغېزمنې شوي او یو شمېر تخنيکي کارکوونکي هم د دې بريدونو له امله تپيان شوي دي.
د اوکراين لوی شخصي شرکت د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دوی ۴ فابريکې، چې د سکرو په وسیله يې برېښنا تولیدوله، د توغندیو برید له امله سختې زیانمنې شوې دي.