د روسيې د رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد د پلازمېنې مسکو د باسمن سيمې محکمې د اپريل په ۲۷مه نېټه د مسکو پر کنسرټ ترهګريز بريد کې ۱۲م تورن کس د توقيف امر کړی دی.
سرچینې ویلي چې دغه کس د تاجکستان تیعه دی او شک دی چې ترهګرو ته يې ارتباطي او مالي ملاتړ برابر کړی و. هغه به د مې تر ۲۲مې نېټې پورې په توقيف خونه کې وساتل شي.
د روسيې فيډرالي امنيت رياست اعلان کړی، چې د ياد ترهګريز بريد په تور يې ۱۱ کسان توقيف کړي چې پکې ۴ کسانو په مستقيمه توګه بريد کې لاس درلود او پر خلکو يې ډزې کولې.