اسرائيل: که د اوربند پر تړون موافقه وشي، د اسرائيلو پوځ به په رفح کې ځمکني عمليات وځنډوي
CMG2024/04/28 10:56:29
شريکول:

د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل کاتز د اپريل په ۲۷مه نېټه وویل، چې که له حماس سره د اوربند پر تړون موافقه وکړي، نو پوځ به يې د جنوبي غزې په رفح کې ځمکني عملیات وځنډوي.

کاتز په همدې ورځ رسنیو ته وویل، اوس تر ټولو مهم دنده دا ده چې په غزه کې اسرائیلي بندیان آزاد شي. په رفح کې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو پلان په اړه هغه وویل، که د اوربند موافقه وشي، دا عملیات به وځنډول شي.