د نړیوال اقتصادي فورم ځانګړې غونډې کې د نړیوال همکاريو د پياوړتيا غوښتنه شوې
CMG2024/04/29 10:42:15
شريکول:

د نړيوال اقتصادي فورم ځانګړې دوه ورځنۍ غونډه د اپریل په ٢٨مې نېټې د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې پرانېستل شوه.

 په دغې غونډې کې د نړیوالو همکاریو، اقتصادي ودې او انرژۍ په اړه بحثونه شوي او پکې له نړېوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د نړۍ د پياوړي اقتصاد لپاره هراړخيزې هڅې وکړي.

د نړیوال اقتصادي فورم رئيس بورګ بريندي د غونډې پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې په نړۍ کې د جیو پولیټیکل تاوتریخوالی او ټولنیز اقتصادي توپیرونه په سختېدو دي، چې له امله يې نړۍ د پاشل کېدو په حال کې ده او په خبره یې، نړۍ اوسمهال همکاريو او ډيالوګ ته ډېره اړتيا لري.

نوموړي ويلي، روانه غونډه به د بېلا بېلو برخو او سیمو مشرانو ته فرصتونه برابر کړي، چې

ننګونې لرې کړي.

په غونډې کې د نړۍ د شاوخوا ۶۰ هیوادونو او سیمو کابو ۲۲۰ استازو ګډون کړی او دوه ورځې به دوام ومومي.