وانګ یي له بوليويايي سیالۍ سره وکتل
CMG2024/04/29 10:02:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۲۸مې نېټې په بېجينګ کې د بوليويا له بهرنيو چارو وزيرې سیلینډا سوسا سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو یې غږيدلي دي.

۲۰۲۵م کال د چين او بوليويا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی.

وانګ يي له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چين غواړي له بولیويا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې مهمې ګډې نظريې پلې او ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې ورسره نورې هم ژورې کړي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې د متقابل سياسي باور پياوړتيا ته دوام ورکړي، ستراتيژيکې اړيکې دې نږدې کړي او د ډيجيټلي اقتصاد په څېر په نويو برخو کې دې د همکاريو له پټ توان څخه ګټې پورته کړي.

وانګ يي زياته کړې، چين غواړي د بولیويا په شمول د لاتينې امريکا او کارابين هېوادونو سره همکارۍ زياتې او د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په پار ورسره هڅې وکړي.

د بوليويا بهرنيو چارو وزيرې سیلینډا سوسا چين د خپل هېواد يو مهم ستراتيژيک همکار بللی او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د همکارۍ کچه لوړه شي.

نوموړې ويلي، هېواد به یې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ولري او د لاتينې امريکا او چین د اړیکو د پرمختګ لپاره به فعالې هڅې وکړي.