اسحاق ډار د پاکستان مرستیال صدراعظم وټاکل شو
CMG2024/04/29 10:42:55
شريکول:

د پاکستان د کابينې سيکرټريټ ادارې د اپریل په ٢٨نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د مرستيال صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی.

اعلاميه وايي، د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مرستیال صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

په اعلامیې کې د مرستیال صدراعظم په توګه د ډار مشخص مسؤلیتونه ندي روښانه شوي او نه هم دا پکې ويل شوي، چې ايا نوموړی به د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هم دنده ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت په تاریخ کې په ډېر کم وخت کې مرستیال صدراعظم ټاکلی او پخواني مرستیال صدراعظم يې د ۲۰۱۲ کال له جون څخه تر ۲۰۱۳ کال مارچ پورې دنده ترسره کړې وه.