د قطر لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان التاني د اپريل په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې دوحې کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو سرپرست مرستيال جان باس سره کتلي او په یو لړ مسئلو سره غږیدلي دي.
دواړو خواوو په دغې کتنې کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د وروستیو حالاتو او د افغانستان د مسئلې په اړه بحثونه کړي دي.
دوی په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د کمولو او دايمي ثبات د ټينګښت پر اهميت ټينګار کړی او د سیمه ييزې سولې او امنيت په پار يې په غزې کې د روانې شخړې د درېدو غوښتنه کړې ده.