شي جين پينګ به فرانسې، سربيا او هنګري ته سفر وکړي
CMG2024/04/29 15:31:43
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اپرېل په ۲۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد دولت رئيس شي جين پينګ به د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون، د سربيا د ولسمشر الکسندر وچيچ، د هنګري د ولسمشر سوليوک تاماس او د دغه هېواد د صدراعظم اوربان ويکټور په رسمي بلنو د مې له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې يادو هېوادونو ته رسمي سفر وکړي.