فليپين چې له چین سره د ژن اې پرښې په هکله له تړون څخه سرغړولی، د باور وړ نه دی
CMG2024/04/29 14:55:15
شريکول:

د فليپين د دفاع وزير تيودورو د اپرېل په ۲۷مه نېټه ويلي چې په ۲۰۲۲م کال کې واک ته د فليپين د اوسني حکومت له رسېدو راهيسې د دې هېواد د دفاع وزارت هم د جنوبي سمندرګي په اړه له چين سره تړون لاسليک نه کړ او هم په دې اړه هېڅ معلومات نه لري. تر هغه وروسته چې د فليپين ولسمشر ماکوس او د ملي امنیت سلاکارانو د (Ren'ai Reef) ژن اې پرښې په هکله له چين سره تړون رد کړ، فليپين بيا په علني توګه دغه تړون رد کړی دی.

خو د عدالت او حقيقت پر وړاندې فليپين دروغ نه شي ويلی. نو دغه تړون څنګه لاسليک شوی او محتوا يې څه ده او څه رول لوبوي. که موږ تاريخ ته بيا کتنه وکړو، نو حقيقت به روښانه وي.

د ژن اې پرښه د چين د نان شا ټاپوګانو يوه داسې سمندریزه پرښه ده چې پکې هېڅوک نه اوسېږي. د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو عملونو د اعلاميې د پنځمې مادې له مخې چې چين د فليپين په شمول د جنوب ختیځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره لاسليک کړی و، بايد په دې پرښه کې پخوانی حالت وساتل شي چې هېڅوک او تأسيسات پکې نه ځای پر ځای کېدای شي. د ۱۹۹۹م کال د مې په نهمې نېټې د (Sierra Madre mountain) په نوم د فليپين پوځي بېړۍ په ناقانونه توګه په دې پرښه کې درېدلې وه، د چين تر جدي احتجاج وروسته فليپين څو ځلې ژمنه کړې چې دغه بېړۍ به ژر له دې ساحې څخه ووځي او ويلي يې دي چې لومړی هغه هېواد به ونه ګرځي چې له يادې اعلامیې څخه سرغړونه وکړي. خو ۲۵ کاله تېر شوي او ياده پوځي بېړۍ لاهم هلته پاتې ده.

د ديوترت په مشرۍ د فليپيني حکومت په موده کې دواړو هېوادونو په جنوبي سمندرګي کې د وضعيت د ثبات د ساتلو لپاره د يادې پرښې په هکله يو تړون لاسليک کړی و. د دې تړون له مخې فليپين ژمنه کړې چې يادې بېړۍ ته ساختماني توکي ونه لېږدوي. چين هم بشر دوستۍ ته په کتو سره يادې بېړۍ ته د ژوند د اړتيا وړ توکو د لېږدولو لپاره لنډمهاله ځانګړي کارونه ترتيب کړي. دواړه خواوې دغه تړون پټ نه بولي چې د ملي حاکميت او دريځ سره هېڅ تړاو نه لري. د دې تړون د لاسليکېدو له کبله چين په دې برخه کې له فليپین سره جنجالونه پرېښي او بهرنۍ ستونزې يې هم لرې کړې او د دوه اړخيزو اړيکو د ښه کېدو لپاره يې هڅې کړې دي. فليپين هم خپل پام اقتصادي پرمختګ ته اړولی دی.

د ۲۰۲۲م کال له جون څخه د ۲۰۲۳ م کال د فبرورۍ تر پيل پورې د دواړو هېوادونو اړوندو څانګو تل د دغه تړون مراعات کړی دی. په ۲۰۲۳م کال کې چين بيا د ژن اې پرښې د وضعيت د کنترول په هکله د فليپين ولسمشر د چينايي چارو له ځانګړي استازي سره سلا مشوره وکړه او هم يې ياددښت لاسليک کړ. د روان کال په پيل کې د چين لوري بیا په ډيپلوماتيکو لارو چارو له فلسطين سره سلا مشورې وکړې. خو فليپین د اړوند ياددښت د يوه وار تر پلي کولو وروسته په يوه اړخيزه توګه له دغه تړون څخه لاس اخيستی دی.

نو له دې څخه ښکاري چې د دې هېواد لوړ پوړيو چارواکو هغه خبرې دروغ دي چې وايي له چين سره د ياد تړون په اړه هېڅ معلومات نه لري. خو نړيوال هم د فليپين له کړنې څخه هغه دوه ټکي پيدا کړي چې لومړی د فليپين حکومت د باور وړ نه دی او دوهم په سياسي او ډيپلوماتيکو تګلارو کې د فليپين ګډوډي د نړۍ لپاره عادي ده.

 نو ولې فليپین له عدالت او ياد تړون څخه سرغړولی او څو څو ځلې يې هغه ناقانونه پوځي بېړۍ ته ساختماني توکي لېږدولي دي؟  لامل يې دا دی چې د دغې بېړۍ حالت ښه نه دی، نو فليپين په پر له پسې توګه د چين پر وړاندې لمسوونکې کړنې کړې او خپلې کړې ژمنې يې پوره نه کړې. بل دا چې امريکا چين تر ټولو لوی ستراتيژيک سيال بولي، نو په دې حال کې فليپين غواړي چې د امریکا د ځواک په اتکأ سره د يادې ناقانونه پوځي بېړۍ څخه په استفادې سره په دايمي توګه د ژن اې پرښه ونيسي. نو هغوی په خپله خوښه په سيمه ييزو چارو کې د لاسوهنې لپاره د امريکا له خوا استعمال شوي دي.

د شنونکي په اند، امريکا په اسيا او ارام سمندري سيمو کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره فليپين د نوې مستعمرې په توګه اباد کړی او غواړي په جنوبي سمندرګي کې د وضعيت د کنترول او په سيمه ييزو چارو کې د لاسوهنې له لارې د چين مخنيوی پرې وکړي او په نړۍ کې خپله باداري وپالي.

د فليپین لپاره د ژن اې پرښه د مسئلې په هکله دا يوه سمه لار ده چې د تاريخ درناوی وکړي، خپله ژمنه پوره کړي، لمسوونکې کړنې پای ته ورسوي او بېرته د خبرو اترو مېز ته ستانه شي.