لي چیانګ د ټیسلا شرکت له مشر ایلان ماسک سره وکتل
CMG2024/04/29 10:01:40
شريکول:

د چین صدراعظم لي چيانګ د اپريل په ٢٨مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ټیسلا شرکت له مشر ایلان ماسک سره کتلي دي.

لي چيانګ له نوموړي سره په کتنې د چين او امريکې ترمنځ مساوي همکارۍ او متقابلې ګټې د دواړو هېوادونو بنسټيزو ګټو ته ګټورې بللي او په خبره یې، همدا د دواړو هېوادونو د خلکو ګډه هم هيله ده.

نوموړي په چين کې د ټيسلا شرکت پرمختګ د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو يوه بريالۍ بېلګه ياده کړې او هيله يې ښودلې، چې امريکا او چين به د دواړو هېوادونو او د نړۍ د خلکو د ګټو لپاره په یوه لوري حرکت وکړي.  

لي چيانګ زیاته کړې، بهرنۍ پانګوالې تصدۍ د چين د پرمختګ لپاره مهمې ګډون کوونکې او مرسته کوونکې دي او د چين ستر بازار به تل د بهرنيو پانګوالو تصديو پرمخ پرانيستی وي.

ایلان ماسک په خپلو خبرو کې ویلي، چې په شانګهای کې د ټیسلا فابریکه د ده د شرکت ترټولو غوره فابریکه ده او دا يې د چیني ټیم د سخت کار او حکمت سره نژدې تړلې بللې ده.

نوموړي ويلي، ټيسلا شرکت به د زياتو برياليتوبونو په پار له چين سره همکارۍ لا ژورې کړي.