په چين کې د سږ کال په لومړۍ ربعې کې د پوسټ اندازه 5.9 سلنه زیاته شوې
CMG2024/04/29 10:50:00
شريکول:

د چین د توکو د لېږد او اخیستو ګډې ټولنې د اپرېل په ۲۹مې نېټې د سږ کال د لومړۍ ربعې د پوستي بستو شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېرو درېیو میاشتو کې د بستو د ارزښت عمومي اندازه ۸۸ ټریلیونه یوانه ښودل شو او د تېر کال د همدې مودې په نسبت 5.9 سلنه زیاتوالی ښيي.

د روان کال په لومړۍ ربعې کې د توکو د لېږد عمومي حالت عادي او د ثابت پرمختګ په حال کې و.

شمېرې ښيي، د روان کال د لومړۍ ربعې د صنعتي توکو د پوسټ اندازه په عمومي جملې کې نږدې 90 سلنه نیسي.