له شي جين پینګ سره لېدنه |وچيچي: غواړم له شي جين پینګ سره د لېدنو او خاطرو کتاب وليکم
CMG2024/04/30 08:00:00
شريکول:

 د سربیا ولسمشر الېکسندر وچيچي د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره څو ځلې ليدلې دي.

نوموړی وايي، له شي جين پینګ سره هرې لېدنې هغه ته نه هېرېدونکې خاطرې وربښلې دي.

د سربيا د سيمېدايلې د پولادو فابريکه په ۲۰۱۶م کال کې د دغه هېواد د وياړ په نوم يادېده، خو ناڅاپي له ستونزو سره مخ شوه او سقوط ته نژدې شوې وه.

رئيس شي جين پينګ او يوه چيني شرکت هغه مهال له يادې فابريکې سره مرسته وکړه، چې پر مټ يې د فابریکې شاوخوا پنځو زرو کارکوونکو بيا خپلې چارې پېل کړې.

د وچيچي په وينا، رئيس شي جين پينګ څو ځلې ورسره مرستې کړې دي. د ساري په توګه، په ۲۰۲۰م کال کې کرونا وبا خپره شوه، خو سربيا هېڅ مرستندويه توکو ته لاسرسی نه درلوده. د نوموړي په وينا، رئيس شي جين پينګ د کرونا وبا د خپرېدو په لومړيو وختونو کې ورته ټلیفون وکړ او څه موده وروسته، د چين حکومت بېلا بېل طبي مرستندويه توکي سربيا ته ولېږدول.

سربيا به د چين مرسته هېره نه کړي او په راتلونکي کې به ورسره مرستې وکړي.

وچيچی له شي جين پينګ سره دوستي ډېره اغېزمنه ياده کړې او چین يې يو مسئولانه هېواد بللی دی.

نوموړي تکل کړی، چې له رئيس شي جين پينګ سره د لېدنو او خاطرو کتاب وليکي.