چین: مونږ به د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې هېڅ لاسوهنه ونه کړو
CMG2024/04/30 10:34:17
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د اپریل په ۲۶مې نېټې له امريکايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي د امريکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او په اړه يې شواهد هم ترلاسه کړي دي. نوموړي ويلي، د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د چين د لاسوهنې په اړه به جدي او دقیقې پلټنې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د روانې مياشتې په ۲۹مې نېټې د بلينکن د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې اصل د چين د ډيپلوماسۍ له بنسټيزو اصولو څخه دی.

نوموړي ويلي، د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې د دغه هېواد کورنۍ چاره ده او چين به پکې هېڅ لاسوهنه ونه کړي.