د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اپرېل په دېرشمې نېټې په يوې غونډې کې پرېکړه کړې،چې د روان کال په جولای کې به په پلازمېنې بېجينګ کې د ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه ترسره کړي.
د دې غونډې عمده اجنډا به پر ځينو موضوعاتو ورټوله وي، چې له مخې به یې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو يادې کمېټې ته کاري راپور وړاندې کوي او د اصلاحاتو د پراخوالي او ژوروالي او د چيني شکله عصري کېدو په باب به بحثونه کوي.
د معلوماتو له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اوسني اقتصادي وضعيت او اقتصادي کارونو په باب څېړنې کړي او د يانګ ځه سيند پر غاړه د پرتو سيمو د يو ځای کېدو او باکيفيته پرمختګ د پرمخبېولو لپاره يې د تګلارو او تدبیرونو وړانديز تر سنجش لاندې نيولی دی.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ به د دغې غونډې مشري وکړي.