د رسنيو د نوښت درېيم نړیوال فورم د اپريل په ۲۹مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېټې د تبلیغاتو ادارې مشر لي شو ليې د یاد فورم پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې ده.
د ګډونوالو په نظر، دغه فورم د نړيوالو رسنيو د تبادلې او زده کړې لپاره يو مهم ډګر ګرځېدلی او مصنوعي ځيرکتيا يې د تخنيکونو او صنايعو د نوې دورې د انقلابونو لپاره مهمه خوځنده قوه بللې ده.
دوی ويلي، مصنوعي ځيرکتيا د خلکو د تولیدي چارو او د ژوند شکل بدلوي او ورځ تر بلې د انسانانو له برخلیک سره تړل کېږي.
ياد فورم د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د مصنوعي ځيرکو رسنيو ادارې په عنوان ترسره شوی، چې د نړيوالو سازمانونو، رسنيزو ارګانونو، چيني او بهرنيو فکري مرکزونو او نړیوالو شرکتونو څه باندې ۲۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و.