امریکا په دې وروستيو کې د بهرنيو هېوادونو لپاره د پوځي مرستو هغه مسوده تصويب کړې، چې د چين په اړه منفي مادې هم پکې ليکل شوې دي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۲۹مې نېټې په یوې رسنيزې غونډې کې د امريکا له يادې کړنې سره کلک مخالفت څرګند کړی او له واشنګټن څخه یې غوښتي، چې د چين مرکزي ګټو او پاملرنو ته درناوی وکړي او په يادې مسودې کې د چين په اړه منفي مادې لغوه کړي.
لين جيان وويل، که واشنګټن د يادې مسودې د چين ضد مادې پلې کړي، نو بېجينګ به يې هم پر وړاندې غښتلي تدبيرونه ونيسي او خپل ملي حاکميت او د امنيت او پرمختګ حقونه به خوندي وساتي.
نوموړي ويلي، بېجينګ د يادې مسودې پر وړاندې امريکا ته سخت احتجاج هم کړی دی.