د چين د دولت رئيس شي جين پینګ به په نږدې راتلوونکې کې له فرانسې څخه رسمي ليدنه وکړي.
د چين ميډيا ګروپ او په چين کې د فرانسې سفارت په دې مناسبت د اپريل په ۳۰مه نېټه اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو د خوندورو خوړو لوی پروګرام (( د چين او فرانسې د آشپزانو سيالۍ )) به د روان کال په جولای مياشت کې د چين ميډيا ګروپ په بېلابېلو چينلونو او د فرانسې په رسنيو کې خپور شي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام ۱۰ برخې لري او هره برخه به يو ساعت وي. د دې پروګرام له لارې به د چين او فرانسې د خوندورو خوړو د کلتور تبادلې پياوړې شي.