په ابوظبۍ کې د «شي جين پينګ د کمربند او لارې د جوړولو په اړه داسې وايي» کتاب مخکتنه وشوه
CMG2024/04/30 10:33:19
شريکول:

د عربي متحده اماراتو په پلازمېنې ابوظبۍ کې د اپرېل په ۲۹مې نېټې د يوې غونډې په ترڅ کې د «شي جين پينګ د کمربند او لارې د جوړولو په اړه داسې وايي» کتاب مخکتنه وشوه، چې پکې د چين او عربي متحده اماراتو د بېلا بېلو ټولنو څه باندې سلو استازو ګډون کړی و.

دغه کتاب په عربي ژبې چاپ شوی او د کمربند او لارې په اړه پکې ډېر مالومات ليکل شوي دي.

 د عربي متحده اماراتو د تمايل څېړنيز مرکز منشي محمد علي يادې غونډې ته ويلي، چې د کمربند او لارې وړانديز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی ډېر مهم نړيوال وړانديز دی.

نوموړي ويلي، په دغه کتاب کې د تيورۍ او حقيقت پراخ حقیقتونه څرګند شوي او ډېر مهم يې بللی دی.

 عربي متحده امارات په نړۍ کې د تجارت د تګ راتګ د يو مهم تمځای په توګه د کمربند او لارې په اوږدو کې مهم مقام لري او تل يې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چارو کې مهم رول لوبولی دی.