د اوکراین ملي اژانس خبر ورکړی، چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اپریل په ۲۹مې نېټې د اوکراین له ولسمشر زيلينسکي سره کتلي او په يو لړ مسئلو یې ورسره خبرې کړې دي.
خبر وايي، سټولټنبرګ د اوکراين ولسمشر زيلينسکي ته د ناټو په سرمشریزې کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ټاکل شوې، د ناټو سرمشریزه به د روان کال په جولای کې په واشینګټن کې ترسره شي.
سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي، چې ناټو د اوکراین لپاره د امنیتي مرستو ډېرښت او د اوکرایني پوځیانو د روزنې پلان سره موافقه کړې ده.
زیلینسکي او سټولټنبرګ د اوکراین لپاره د ناټو د پانګو له خوا د ځانګړي دفاعي صندوق د جوړولو په اړه هم بحث کړی دی.
ناټو پلان لري، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې له دغه صندوق سره ۱۰۰ ميلیارډه یورو مرسته وکړي.
زیلینسکي رسنيو ته ويلي، چې د امريکې وروستۍ اعلان شوې پوځي مرسته اوکراین ته رسیدلې ده.