وانګ يي د پيرو له خارجه وزیر سره وکتل
CMG2024/04/30 10:32:16
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۲۹مې نېټې د پيرو له خارجه وزیر جاوير ګونزاليز اولايچيا سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږيدلی دی.

وانګ يي هيله ښودلې، چې چين او پیرو د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، خپلمنځي عنعنوي دوستي ټينګه او د لوړې سويې متقابل سياسي باور پياوړی کړي، د لوړ کيفيت او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي او د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د نوي پرمختګ هڅونه وکړي.

نوموړي ويلي، چين غواړي له پيرو سره د پرمختګ ستراتيژي وصل او د ازادې سوداګرۍ د تړون په اړه ورسره لوړ پوړې خبرې وکړي.

چين له پيرو څخه ملاتړ کوي، چې د ۲۰۲۴م کال د اوپيک سازمان د مشرانو غير رسمي غونډه ترسره کړي.

جاوير ګونزاليز ولايچيا په خپلو خبرو کې ويلي، چې پيرو د چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له نظريې څخه ملاتړ کوي، د چين د درېيو نړيوالو وړانديزونو او د مساوي او منظمې څو قطبيزې نړۍ د جوړېدو او ټولو ته د ګټو رسولو پر بنسټ د اقتصاد د نړيوال کېدو هرکلی کوي.

نوموړي ويلي، هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.