د فلسطين ملي ټېلیويزيون د اپريل په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې د ۲۸مې نېټې په شپه د غزې تړانګې په جنوب کې پر رفح ښارګوټي هوايي بريد کړی، چې له امله یې ۲۴ کسان وژل شوي دي.
خبر وايي، په وژل شويو کسانو کې لږ تر لږه ۱۰ ښځې او ماشومان شامل دي.
اسرائيلي ځواکونو د رفح ښارګوټي پر ۴ استوګنځيو هوايي بریدونه کړي او لا هم په سیمه کې د ژغورنې چارې روانې دي.