اسرائيلي پلاوی د اوربند د خبرو لپاره مصر ته ځي
CMG2024/04/30 10:29:24
شريکول:

د اسرائيل د حکومت يوه چارواکي د اپرېل په ۲۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، هېواد يې پلان لري، چې په غزې کې د اوربند لپاره مصر ته د مذاکراتو پلاوی وليږي.

دغه اسرائيلي چارواکي ويلي، چې په مذاکراتي پلاوي کې به یې د استخباراتي ادارې چارواکي شامل وي، خو د اوربند د خبرو د جزياتو او شرايطو په اړه يې مالومات نه دي ورکړي.