د چين او فرانسې د کلتور او انساني تګ راتګ لوړ پوړی فورم ترسره شو
CMG2024/05/01 10:40:54
شريکول:

 

د چين او فرانسې د کلتور او انساني تګ راتګ فورم د اپرېل په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې پاريس کې ترسره شو.

دغه فورم، فرانسې ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په درشل کې د چين د عامې ډيپلوماسۍ ټولنې، چين ميډيا ګروپ او په فرانسې کې د چين سفارت په ګډو ترتيباتو ترسره شوی دی.

 د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فورم ته وينا کړې او د فرانسې د پارلماني غړي برونو فوکس په شمول يو شمېر چارواکو پکې ګډون کړی و.

د چين او فرانسې حکومتي چارواکو، دوستانه شخصيتونو، د څېړنيزو ارګانونو استازيو او رسنيزو شخصيتونو د دواړو هېوادونو د اړيکو، د کلتور او انساني تګ راتګ د هڅونې او د رسنيزو همکاريو د پياوړتيا په شمول پر څو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

د ښاغلي شن های شيونګ په خبره، د چين ميډيا ګروپ به د پاريس اولمپيک لوبو د راپورونو لپاره څه باندې ۲۰۰۰ کارکوونکي ولېږي.