د اردن پاچا عبدالله دوهم بن حسين د اپريل په ۳۰مې نېټې په ټينګار ويلي، چې په غزې کې بايد سمدستي اوربند ترسره شي.
د اردن پاچاهۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پاچا عبدالله دوهم په همدې ورځ د امريکا له خارجه وزير انټوني بلينکن سره د کتنې پرمهال خبرداری ورکړی، چې د غزې پر جنوبي رفح ښارګوټي هر ډول پوځي عمليات به خطرناکې پايلې ولري.
نوموړي ويلي، د غزې شخړه د اردن سيند لوېديځې غاړې او بيت المقدس ته غځېدلې او اوسمهال ټولې سيمې ته د پراخېدو په حال کې ده.
عبدالله دوهم دا هم ويلي، په غزه کې بايد سمدستي په عملي کړنو د بشري ناورينونو مخنيوی وشي، عام خلک باید خوندي وساتل شي او سیمې ته باید پر له پسې بشري مرستې او طبي توکي ورسېږي.
( سپوږمۍ)