د ايلون مسک خبرې د امریکا حکومت وشرماوه
CMG2024/05/01 15:45:36
شريکول:

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن تازه له چين څخه خپل سفر پای ته ورساوه. په دې سره د امريکا د برېښنایي موټرو د توليدولو د لویې کمپنۍ(ټېسلا) اجرائيوي مشر اېلن مسک چين ته خپل سفر پيل کړ. هغه د نوې انرژۍ د موټرو د راتلونکي په هکله وويل، چې په راتلونکي کې به د نړۍ ټول موټرونه د برېښنایي انرژۍ په مټ کار وکړي.

د رویټرز او اې اف پي خبري رسنيو سربېره څه باندې۹۰ خبري رسنيو د مسک دغه څرګندونې خپرې او ارزولې. اوسمهال په ټوله نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرو د پلورلو اندازه شاو خوا ۱۸سلنه ده، چې د مسک له اټکلې اندازې سره لوی واټن لري. خو د امريکا ځينو سياستوالو په وروستيو ورځو کې دا خبرې راپورته کوي، چې د تش په نامه د چين د برېښنایي موټرو توليدي اندازه له اړتياوو ډېرې زياتې دي.

په حقیقت کې کله چې د امريکا د ولسمشر جوبايډن حکومت واکمن شوی، دوی هم دغه نظر درلود، چې د نوې انرژۍ موټرونه د راتلونکي تمايل دی. بايډن د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې یو اداري فرمان لاسليک کړ او په دغه هېواد کې یې د نوې انرژۍ موټرو د توليدولو لپاره يوه موخه او تګلاره جوړه  کړه، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د امريکا په دننه کې تر نيمایي برخې پلورونکي موټرونه له صفر کاربن ايستونکې ټکنالوژۍ څخه سمبال وي. په هغه وخت کې په امريکا کې د دغه ډول موټرو انډول يوازې د ټولو موټرونو صفر اعشاريه ۵سلنه ونيوه او له صفر اعشاريه پنځه څخه پنځوس سلنې ته د رسېدو موخې له ټاکل کېدو څخه د سپينې ماڼۍ ټينګ هوډ ښکاري. بايډن خبري رسنيو ته دا هم ويلي، چې امريکا به د موټرو د برېښنايي کېدو پر لار به ټينګ ګامونه پورته کړي. اوس څه کم تېر کالونه تېر شوي، په امريکا کې ګڼ شمېر کسانو د نوې انرژۍ موټرو د پرمختګ په هکله خپلې رويې بدلې کړې دي. د امريکا د سپينې ماڼۍ چارواکو په پر له پسې ډول دا مسئله راپورته کړې، چې د نوې انرژۍ موټرو په چارو کې د چين توليدي توان اضافي دی. د امريکا د فورډ او جي اي (GE) په شمول د موټرو شرکتونو په جلا جلا توګه د برېښنایي موټرو د توليدولو له پلان څخه لاس اخیستی يا بدل يې کړی دی. اوس خبره دا ده چې ولې دغه بدلون رامنځته شو؟

له ۲۰۱۶م کال څخه تر اوسه پورې د امريکا په خبري رسنيو کې د برېښنایي موټرو په هکله راپورونو ته په کتو، د خطر کلمه کله کله په يادونو راپورونو کې ليدل کېږي او د خطرونو سرچينه د نوې انرژۍ په چارو کې د چين لارښوونکی ځواک دی. په بله خبره د امريکا په نظر د نوې انرژۍ موټرو چارې کومې ستونزې نه لري، خو مسئله دا ده، چې چين د نوې انرژۍ موټرو توليدولو په ساحه کې غوره والی او لارښوونکی ځای نيسي.

چين د نوې انرژۍ موټرو د توليدولو بشپړ ځنځير او سيستم لري. د يانګځه سيند دېلته سيمه کې د نوې انرژۍ موټرو يوه توليدي فابريکه په څلورو ساعتونو کې د موټر ټولې پرزې موندلی شي. د امريکا لخوا جوړه شوې هغه ګونګوسه کوم چې د تش په نامه د چين د برېښنایي موټرو د توليدولو توان اضافي دی، په حقيقت کې د چين ګواښ نظريې يوه بله بڼه ده. د دې تر شا د امريکا اندېښنه څرګندېږي.

د نوې انرژۍ موټرو توليدول د زرغون پرمختګ لپاره اړين ګام او د اقليمي بدلون سره په مبارزه کې د بېلابېلو هېوادونو واقعي عمليات دي. د اقليمي بدلون سره مبارزه يوازې د بايډن حکومت يو شعار دی. واک ته تر رسېدو وروسته بايډن حکومت دا وړاندی کړی چې  د امريکا د ډيپلوماسۍ او ملي امنيت تګلارې دې له اقليمي بدلون سره په مقابل تمرکز وي. د دې تر څنګ د بايډن حکومت اقليمي بدلون مسئله بېرته څو اړخيزو سيستمونو ته د راستنېدو او نړيوال مشرتابه بېرته تر لاسه کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه ګوري.

خو اوس د امريکا اوسنی حکومت ورځ تر بلې نه غواړي ياده مسئله بيا ياده کړي.

چين تل د زرغون پرمختګ پر غښتلتیا ټينګار کړی او کوي يې. د زرغون پرمختګ په حال کې د نوې انرژۍ چارو پرمختيايي راتلونکې روښانه ښکاري چې دا چين او امريکا ته ښه فرصتونه دي. خو شرط دا دی، چې د امريکا حکومت بايد پر چين د فشار اچولو نظريه له لاسه ورکړي، د چين پرمختګ ته په سمه سترګه وګوري، د اقتصادي  او بازاري اصولو مراعات دې وکړي.