د شن جو ۱۷مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلي بېجينګ ته ورسېدل
CMG2024/05/01 11:01:36
شريکول:

د شن جو ۱۷مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلو خپلې دندې په برياليتوب بشپړې کړي او د مې په لومړۍ نېټې بېجينګ ته رسیدلي دي.

د چين د فضايي سټېشن د کارونې او پرمختګ قومندانۍ مشرانو په هوايي ډګر کې دوی ته ښه راغلاست ویلی او هرکلی یې کړی دی.

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر ويلي، چې په بېجينګ کې به د دغو ۳ ستورمزلو طبي څېړنه او روغتيايي ارزونه وشي او وروسته به څه موده ارام او رخصتي وکړي.

دوی به له رخصتۍ او ارام وروسته په بېجينګ کې ګډه خبري ناسته ترسره کړي او د خبريالانو پوښتنو ته به ځوابونه ووايي.