د چين او ارجنټاين بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل
CMG2024/05/01 10:23:58
شريکول:

د چين بهرنیو چارو وزير وانګ يي د اپرېل په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپلې ارجنټايني سيالې ديانا موندينو سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږيدلی دی.

وانګ يي له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې ټينګار لري او د ارجنټاين د خلکو انتخاب ته درناوی کوي. نوموړي هیله ښودلې، چې د ارجنټاين اصلاحات کامياب شي او د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لاره ومومي.

وانګ یي زياته کړې، چې چين به له ارجنټاين سره يو ځای د اړیکو د پرمختګ تمايل وساتي او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو نوې پاڼه به ورسره پرانيزي.

ديانا ويلي، که د ارجنتاین سیاسي وضعيت هر څنګه بدلېږي، د چين په اړه به یې دوستانه پاليسي بدله نه شي او تل به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار ولري.

نوموړې ويلي، د ارجنټاين نوی حکومت پرانيستې پاليسي پلي کوي او د چيني شرکتونو هرکلی یې کړی، چې په دغه هېواد پانګونې وکړي.