د رسنيز نوښت درېيم نړیوال فورم د اپريل په ۲۹مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو او ترڅنګ یې يو لړ اړوند فعاليتونه هم ترسره شوي دي.
د دغه فعاليتونو په لړ کې، د نړۍ د ګڼو سازمانونو استازو، مشهورو کارپوهانو، د رسنيزو ادارو استازو، د نړيوالو شرکتونو مشرانو او په چين کې د ځينو هېوادونو سفيرانو په بېجينګ کې د امپراتورۍ ماڼۍ، د تونګ جو د ستر کانال کلتوري او سيلانيز باغ او د بېجينګ د ښاري کتابتون په شمول له ځينو سيمو څخه لېدنې کړي او د بېجينګ تاريخي او عصري ځانګړتياوې او ښکلاوې يې له نږدې احساس کړې دي.
د دغو فعاليتونو ګډونوالو استازو د رسنيز نوښت نړيوال فورم د ډيالوګ او تبادلې يو ټولشموله او ورخلاصون ډګر بللی دی.
دوی په دغو فعاليتونو کې د ګډون له لارې د چين تاريخي او عصري منظرو څخه لېدنې کړي او د چيني شکله عصري کېدو بهیر یې له نږدې احساس کړی دی.
د رسنيز نوښت نړيوال فورم د چين ميډيا ګروپ لخوا جوړ شوی او دا د نړيوالو رسنيو تر منځ د نظرونو د تبادلې یو اغېزمن ډګر بلل کيږي.