د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اپريل په ۳۰مې نېټې د قطر له امير تميم بن حمد آل ثاني سره د غزې پر حالاتو ټېليفوني خبرې کړي او هوکړه يې کړې، چې په غزې تړانګې د اوربند لپاره به ګډې هڅې کوي.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو مشران د غزې تړانګې د اوربند، د فلسطين او اسرائيل د بنديانو د خوشي کولو او سيمې ته د کافي بشري مرستو د رسولو او وروستي پرمختګ په اړه غږېدلي دي.
اعلاميه وايي، مصر او قطر به ګډو هڅو ته دوام ورکړي او په غزې کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سيمه ييز امنيت او ثبات د بيا اعاده کېدو په پار به له بېلابېلو خواوو سره اړيکې وساتي.