چین: فليپين باید پر هوانګ يان ټاپو تېری او لمسوونکې کړنې پای ته ورسوي
CMG2024/05/01 15:01:02
شريکول:

د چین سمندري پوليسو د اپريل په ۳۰مې نېټې د فلیپین د سمندري پوليسو کښتۍ او حکومتي کښتۍ د هوانګ يان ټاپو شاوخوا سمندري سیمې څخه شړلې دي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۳۰مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د رویټرز خبري اژانس د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې هوانګ يان ټاپو د چين د خاورې یوه برخه بللې او ويلي يې دي، چې د فلیپین د سمندري پوليسو کښتۍ او حکومتي کښتۍ د چین له اجازې پرته د هوانګ یان ټاپو شاوخوا سمندرګي ته ننوتلي او د چين پر حاکمیت يې څرګند تیری کړی دی.

د لين جيان په وينا، د چین سمندري پوليسو له قانون سره سم يادې بېړې له سیمې شړلي او پر وړاندې يې لازم تدبيرونه نيولي دي.

نوموړي له فليپين څخه غوښتي، چې سمدلاسه خپل تېری کوونکي او لمسوونکي عملونه ودروي او د ملي حاکميت د ساتنې په اړه دې د چين ټينګ هوډ نه ننګوي.