انټونيو ګوټرېش له اسرائیل او حماس څخه د اوربند غوښتنه وکړه
CMG2024/05/01 10:25:57
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اپريل په ۳۰مې نېټې په يوې خبري ناستې کې له اسرائیل او حماس څخه غوښتي، چې په غزې کې بشري اوربند وکړي.

د نوموړي په خبره، د شخړې ښکېل لوري په غزې کې د اوربند مذاکرات بيا پيلوي او هيله يې ښودلې، چې اسرائیل او حماس د اوربند په اړه يوې هوکړې ته ورسيږي او تړون لاسليک کړي.

 ګوټرېش خبرداری ورکړی، که په غزې کې شخړه ونه دريږي، نو دغه کړکېچ به نور هم سخت شي.

ګوټرېش پخوا هم په غزې تړانګې کې د بشري اوربند، د بنديانو د خوشي کولو او د سیمې له خلکو سره په لویې اندازې د بشري مرستو غوښتنه کړې وه،‌ خو تراوسه یې یوه غوښتنه هم نه ده پوره شوې.