چيني ملت زحمتکښ او ابتکاري چارې ترسره کوي او په کارونو کې ډېرې هڅې ګالي.
چيني ملت د کارګارو د زحمتونو او هڅو پر مټ تاريخي پرمختګ موندلی او ډېرې لاسته راوړنې لري.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۲م کال د نومبر په ۱۵مې نېټې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره په لومړۍ خبري ناستې کې وويل، چې ټولې نيکمرغۍ د کوښښونو پر مټ رامنځته کيږي.
نوموړي د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر لمانځغونډې ته په وينا کې هیله وښوده، چې چيني ملت په روان کال کې په مثبتې روحيې او ډېرو هڅو نوښتونه او خدمتونه وکړي او د چيني شکله عصري کېدو بهير نوې پاڼه پرانيزي.
تاسو په دغې ويډيو کې د کارګارو په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ کېسې کتلای شئ!