کلمبیا له اسرائيل سره ټولې ډيپلوماتيکې اړیکې غوڅې کړې
CMG2024/05/02 10:25:22
شريکول:

د کلمبيا ولسمشر ګوستاوا پېټرو د مې په لومړۍ نېټې په پلازمېنې بوګوتا کې اعلان کړی، چې هېواد به يې د روانې مياشتې له دوهمې نېټې څخه له اسرائيل سره ټولې ډيپلوماتيکې اړیکې پرې کړي. 

نوموړي ويلي، اسرائيلي مشران نژاد وژنه کوي او غواړي نژاد له منځه یوسي، خو په خبره يې، اوسنۍ نړۍ د نژاد ختمونې دور ته نه شي ستنېدلی.

د اسرائيل بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاتز په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو د ولسمشر پېټرو ياده کړنه او څرګندونې غندلې دي.

نوموړي د اسرائيل او کلمبيا ترمنځ اړيکې ډېرې ښې يادې کړي او د نه بدلېدو وړ يې بللې دي.

کاتز زياته کړې، چې ولسمشر پېټرو د دې توان نه لري، چې د اسرائيل او کلمبيا اړيکې بدلې کړي.