شي جين پينګ په ګوانګ دونګ ولايت کې د چټک سړک د ښويېدو په اړه مهمه لارښوونه کړې
CMG2024/05/02 16:33:20
شريکول:

 د چين د ګوانګ دونګ ولايت د مې جو ښار د مېدا چټک سړک چا يانګ برخه ښويدلې ده، چې له امله یې د ۲مې نېټې د ماښام تر ۳ بجو او ۳۰ دقيقو پورې، د ۴۸ کسانو د مړينې او ۳۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه پېښه د بېجينګ پر وخت د مې په لومړۍ نېټې د سهاروختي په ۲ بجو او ۱۰ دقېقو رامنځته شوې ده.

د چین دولت رئيس شي جين پينګ ژغورنې چارې څاري او اړندو ادارو ته يې مهمې لارښوونې کړې دي.

نوموړي د هېواد بېلا بېلو ادارو ته لارښوونه کړې، چې په سیمې کې د ژغورنې چارې ښې ترسره کړي، ډېر ژر د سړک غورځېدلې برخه بيا ورغوي او ټرانسپورټي سیسټم اعاده کړي. 

شي جين پينګ ويلي، چينايان اوسمهال د کارګرو نړيوالې ورځې رخصتۍ کې دي او ګڼ شمېر خلک بېلا بېلو سیمو ته سفرونه کوي او په ورته وخت کې د هېواد په ډېرو سیمو کې سخت ورښتونه کيږي.

نوموړي له ټولو ادارو غوښتي، چې لویې لارې وڅاري، د  پېښو مخه دې ونيسي او د بېړنيو پېښو ضد پلانونه دې بشپړ کړي، څو د عامو خلکو ځاني او مالي امنيت وساتل شي.