په چين کې د اغېزمنو ابتکاري او امتيازي حقونو شمېر کابو ۵ ميليونو ته رسیدلی
CMG2024/05/02 10:35:59
شريکول:

د چين د پوهې د ملکيت حق ملي ادارې يو لړ شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۳م کال تر پايه پورې په دغه هېواد کې د اغېزمنو ابتکاري او امتيازي حقونو شمېر ۴ ميليونه، ۹۹۰ زره او ۶ سوو ته رسېدلی، د ثبت کېدونکو سوداګريزو مارکونو شمېر يې ۴۶ ميليونه، ۱۴۶ زره او ۴ سوو او د ثبت کېدونکو چاپ حقونو شمېر يې ۸ ميليونه، ۹۲۳ زره او ۹ سوو ته رسېدلی او د جغرافيايي نښو ساتونکو حقونو شمېر يې شاوخوا ۲۵۰۸ ښودل شوی دی.

د چين د پوهې د ملکيت حق ملي ادارې په دې وروستيو کې يو سپين کتاب ((د چين د پوهې ملکيت د حقونو ساتلو وضعيت)) خپور کړی، چې پکې د لاسته راوړنو د ساتلو، د نظامونو جوړولو، د څېړنې او رجسټر ، کلتوري چارو او نړيوالو همکاريو په شمول پنځو برخو کې يې په ۲۰۲۳م کال کې د هېواد اړوند پرمختګونه او لاسته راوړنې ليکلې دي.