د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین او اسرائيل د شخړې په اړه بيا ځانګړې بېړنۍ غونډه کوي
CMG2024/05/02 11:28:26
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ مشر ډېنيس فرانسيس خپلو غړو هېوادونو ته خبر ورکړی، چې د عمومي اسمبلۍ لسمه ځانګړې بېړنۍ غونډه د روانې مياشتې په لسمې نېټې ترسره کړي.

د فرانسيس وياند ګريلي د مې په لومړۍ نېټې خبري رسنيو ته د دې غونډې د بيا ترسره کېدو لامل دا ښودلی، چې امریکا د اپریل په ۱۸مې نېټې د ملګرو ملتونو د رسمي غړي هیواد په توګه د فلسطین غوښتنه رد او د امنیت شورا مسوده یې ويټو کړې وه.

 په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي څارونکي د مې په لومړۍ نېټې هيله ښودلې، چې د عمومي اسمبلۍ بېړنۍ غونډه به د دغه سازمان د رسمي غړي په توګه د فلسطین له غوښتنې ملاتړ وکړي او امنیت شورا يې غوښتنلیک بيا وسنجوي.