نېتانياهو: اسرائيل به د شخړې د پای ته رسېدو په پار اجباري تړون ته غاړه کېنږدي
CMG2024/05/02 10:26:32
شريکول:

 د اسرائيل صدراعظمۍ دفتر د مې په لومړۍ نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به یې له حماس سره د شخړې د پای ته رسېدو لپاره اجباري تړون لاسليک نه کړي.

 اعلاميه وايي، د اسرائيل لومړي وزیر بنيامين نېتانياهو په همدې ورځ په بيت المقدس کې د امریکا له خارجه وزير انټوني بلينکن سره په خبرو کې ويلي، چې اسرائيل به له حماس سره د جنګ د پای ته رسولو په پار اجباري تړون ته غاړه کېنږدي.

بلينکن له نېتانياهو سره په خبرو کې ويلي، چې واشنګټن پر رفح ښارګوټي د اسرائيل له پراخو ځمکنيو بريدونو څخه ملاتړ نه کوي او په خبره یې، که اسرائيل د ملکي وګړيو د خونديتوب پلان جوړ نه کړي، نو امریکا به پر رفح ښارګوټي د اسرائيلي ځواکونو له عملیاتو سره مخالفت وکړي. 

نېتانياهو بلينکن ته په ځواب کې ويلي، چې پر رفح ښارګوټي د اسرائيل پوځي عمليات شرايطو ته اړتيا نه لري.     

بلينکن په همدې ورځ د اسرائيل له ولسمشر اسحاق هېرزوګ سره تر ليدنې مخکې له اسرائيل او حماس څخه غوښتنه کړې،‌ چې ژر د اوربند تړون لاسلیک کړي.

نوموړي دا هم ویلي، که اسرائيل او حماس پر اوربند سلا نه شي، نو مسئوليت به یې د حماس پر غاړه وي.