د چين او منځنۍ اروپا د پوهانو پنځم لوړ پوړی فورم ترسره شو
CMG2024/05/02 11:05:35
شريکول:

د چين او منځنۍ اروپا د پوهانو پنځم لوړ پوړی فورم(د کمربند او لارې ګډه ابادي او د عصري کېدو چارو پرمختګ) د اپريل په ۳۰مې نېټې په سربيا کې په برياليتوب ترسره شوی دی.

دغه فورم د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د ګوندي تاريخ او سندونو انسټيټوټ د پلان څانګې، د سين هوا اژانس څېړنيز مرکز او د سيربيا د نړيوال سياست او اقتصاد څېړنيز انسټيټوټ لخوا په ګډه ترتيب شوی و او د چين، سربيا، رومانيا، پولنډ او کرواتيا په شمول د يو شمېر هېوادونو څه باندې ۵۰ پوهانو او شخصیتونو پکې ګډون کړی و.

د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ګوندي تاريخ او سندونو انسټيټوټ مرستيال جي جنګ جو دغه فورم ته په وينا کې ويلي، چين او د منځنۍ اروپا هېوادونو د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې خورا زياتې لاسته راوړنې موندلي او د نړيوالې ټولنې خوا د عصري کېدو چارو د ګډې پرمخبېونې لپاره يې ښه نمونه جوړه کړې ده.

دا چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د کمربند او لارې اته عمليات وړاندې کړي، د باکيفيته پرمختګ نوې مرحلې ته د دغه نړيوال وړانديز د ننوتلو نښه  هم ښکاره شوې ده.

د جي جنګ جو په خبره، چين غواړي د منځنۍ اروپا له هېوادونو سره يو ځای د عصري کېدو ګټې او لاسته راوړنې ټولې نړۍ ته ورسوي.