اردن د مې په لومړۍ نېټې د هغو تندلارو اسرائيلو سخته غندنه کړې، چې غزې ته پر مرستندويه توکو بار دوو کاروانونو يې بريدونه کړي او له اسرائيلي حکومته يې غوښتي، چې د دغو بريدونو پړه ومني.
د اردن خارجه وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، دغه دوه کاروانونه د اردن يوه خېريه بنسټ، د غلو دانو نړيوال پروګرام او څو نورو نړيوالو خېريه بنسټونو لخوا په ګډه ترتيب شوي وو او غوښتل يې، چې غزې ته خوراکي توکي، اوړه او نور مرستندويه توکي ولېږدوي.
د اردن خارجه وزارت څرګنده کړې، چې نړيواله ټولنه بايد په څرګند دريځ د دغو بريدونو غندنه وکړي، اسرائيل باید اړونده قانوني دنده ترسره کړي او د مرستندويه کاروانونو او د ملګرو ملتونو د اړوندو ارګانونو خونديتوب باید وساتل شي.
( سپوږمۍ)