د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مې په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، امریکا له روغتیا نړیوال سازمان څخه په ټینګه وغوښتل چې تایوان ته بلنه ورکړي څو د څارونکي په توګه د دغه سارمان په سږنۍ غونډه کې ګډون وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د روانې میاشتې په ۲مه نېټه په خبري ناسته کې وویل، د امريکا یاده اعلاميه په سخته توګه د يو چين پېژندنې له اصولو او د چين او امريکا له درېیو ګډو اعلاميو څخه ښکاره سرغړونه ده او چين له دې سره خپل ټینګ مخالفت څرګندوي.
په نړۍ کې يوازې يو چين دی او تايوان د چين د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده. د روغتيا نړيوال سازمان د فعاليتونو په شمول په نړيوالو سازمانونو کې د تايوان د ګډون په اړه د چين دريځ ثابت او روښانه دی، دا بايد د يو چين پېژندنې له اصولو سره سمون وخوري، او دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ٢٧٥٨م پرېکړه ليک او نړيوالې ټولنې له خوا هم تاييد شوي اصول دي.
موږ یو ځل بیا له امریکا څخه غوښتنه کوو چې د تایوان مسئلې د پارولو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان کارول ودروي او د تایوان بېلتون غوښتونکو ته ناسم پیغام ونه استوي.