د سروې شاوخوا ۸۰ سلنه فرانسوي ګډونوال د چين اغېزې ستايي
CMG2024/05/02 15:40:44
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ به په نږدې راتلونکې کې له فرانسې څخه رسمي لېدنه وکړي.

سي جي ټي اېن او د چين ژن مين پوهنتون د يوې ګډې سروې پایله خپره کړې ده.

د سروې ۸۰.۲ سلنه ګډونوالو چين يو اغېزمن هېواد بللی او ۳.۷۰ سلنه ګډونوالو يې بيا چين يو بريالی هېواد ياد کړی دی.

په دغې سروې کې ۱۵۱۳ فرانسويانو برخه اخيستې ده.

د سروې ګډونوالو د چين د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې د ورخلاصون د برياليتوبونو ډېره ستاينه کړې ده.

چين او فرانسې شپږ لسيزې مخکې خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي او اوسنۍ دوه اړخيزه تجارتي اندازه يې د لومړيو وختونو په پرتله څه باندې ۸۰۰ چنده زياته شوې ده.

فرانسه په اروپايي ټولنه کې د چين درېيم لوی سوداګريز همکار او درېيم لوی پانګوالی دی او برعکس چين په اسيا کې د فرانسې لومړی لوی سوداګريز همکار او د نړۍ اووم لوی تجارتي همکار دی.

د خبر له مخې، فرانسه به د چین د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ سږني نندارتون او د چين د اووم نړیوال وارداتي نندارتون عمده مېلمه هېواد وي.

د چين د اقتصاد باکيفيته پرمختګ او د لوړې سویې ورخلاصون به فرانسوي شرکتونو ته نور زیات فرصتونه برابر کړي.

د سروې۷۱.۷ سلنه ګډونوالو د چين او فرانسې اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړیکې بللي؛ ۶.۶۱ سلنه ګډونوال يې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته خوشبين دي او د سواګرۍ او ټېکنالوژۍ په برخو کې د دواړو خواوو د همکاريو هيله يې ښودلې ده.

د سروې ۶۵.۱سلنه ګډونوالو په نړيوالو چارو کې د چين او فرانسې نژدې همکارۍ د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټورې يادې کړې دي.

د چین او فرانسې ترمنځ کلتوري تبادلې په وروستيو کالونو کې مخ په زياتېدو دي.

د سروې ۸۲.۴ سلنه فرانسوي ګډونوال وايي، چې دوی د چین کلتوري توليداتو ته لاسرسی لري او ۶۲.۷ سلنه ګډونوالو يې چین ته سفر هم کړی دی.