د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې د مې په لومړۍ نېټې د پيسو تګلارو دوه ورځنۍ غونډه پای ته رسولې او اعلان يې کړی، چې د فدرالي صندوق د سود کچه به له ۵.۲۵ نه تر ۵.۵ سلنې پورې وساتي.
دا د تېر کال له سپتمبر راهيسې د يادې کمېټې شپږمه غونډه وه، چې د سوچ کچې د ساتلو پرېکړه کوي.
د امريکا فدرالي زېرمې کمېټې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې څرګنده کړې، چې په دغه هېواد کې د پيسو پړسوب که څه هم تېر کال لږ څه کمزوری شوی، خو سويه يې لا هم لوړه ښکاري.
اعلاميه وايي، يادې کمېټې په تېرو څو کلونو کې د پيسو د پړسوب ۲ سلنې کچې ته د رسېدو په چارو کې څه پرمختګ نه دی موندلی، نو دا مناسبه نه بولي، چې د فدرالي صندوق د سود کچه ټيټه کړي.
( سپوږمۍ)