چين: نړيواله ټولنه بايد پر متقابل باور، ګډ پرمختګ او پر مدني زده کړو ټينګار ولري
CMG2024/05/03 10:22:56
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بين د مې په ۲مې نېټې د عمومي اسمبلۍ په عادي بحث کې ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد پر متقابل باور، ګډ پرمختګ او يو له بله پر مدني زده کړو ټينګار ولري.

ښاغلي دای بين ويلي، چې په نننۍ نړۍ کې ستر بدلونونه پېښېږي او د سولې، پرمختګ، امنيت او اغېزمنې ادارې له کسر سره مخ ده او دغه راز نابرابري او د ټولشموليت کمرنګي هم پکې تر سترګو کيږي.

نوموړي د نړۍ په داسې حالاتو کې د سولې کلتور خورا مهم بللی دی.