ايران پر ۲۵ امريکايي او برېتانوي شخصيتونو او سازمانونو بنديزونه لګولي
CMG2024/05/03 13:04:21
شريکول:

 د ايران بهرنيو چارو وزارت د مې په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي،‌ چې د امريکې او بريتانيې پر ۲۵ شخصيتونو او سازمانونو یې ځوابي بنديزونه لګولي او لامل یې د فلسطینيانو پر بشري حقونو د اسرائيل له تيري څخه د دوی ملاتړ بللی دی.

اعلاميه وايي، ايران پر ځينو امريکايي شخصيتونو او شرکتونو ځکه بنديزونه لګولي، چې دوی د اسرائيل له ترهګريزو عملياتو څخه ملاتړ کوي، پانګې ورته برابروي او د فلسطينيانو او په تېره بيا په غزې تړانګې کې د خلکو پر بشري حقونو ډاګيز تيري کوي.

په اعلاميې کې د برېتانيې پر ځينو شخصيتونو او سازمانونو د بنديزونو لامل دا ښودل شوی، چې هغوی په قصدي ډول د اسرائيل له غير قانوني عملياتو څخه ملاتړ او د ټاکلي پلان له مخې پر بشري حقونو تيری کوي او جنګ ته لمن وهي.