شي جين پينګ چیني ځوانانو ته د ځوانانو ملي ورځې مبارکي وویله
CMG2024/05/03 15:36:45
شريکول:

د مې څلورمه نېټه په چين کې د ځوانانو ملي ورځ ده او د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په شاندارو مراسمو لمانځل کيږي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ د ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب چیني ځوانانو ته د دوی د ملي ورځ په پار مبارکي ويلي او نيکې هيلې او پېروزينې يې ورته وړاندې کړې دي.

شي جين پينګ ويلي، د چين د ټولو قومونو ځوانان په نوې زمانې او نوي سفر کې د ګوند او خلکو غوښتنو ته ځير دي او په زړورتيا يې د علمي او تخنيکي نوښت، د کلیو بیارغونې، زرغون پرمختګ، ټولنیزو خدمتونو، او د ملت او سرحدونو دفاع په شمول بېلا بېلو برخو کې د نوي ځواک رول لوبولی او ځاني باور او قوي روحيه يې ښودلې دي.

نوموړي ويلي، د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټه پر ځوانانو پوره باور او لوړې هیلې لري!