د نويو شکلونو مصارف
CMG2024/05/03 15:24:48
شريکول:

په چين کې د هر کال د مې له لومړۍ نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې پنځه ورځو کې د کارګرو د نړيوالې ورځې او د ځوانانو نړيوالې ورځې لمانځنه کېږي. په دې ورځو کې د چين مصرفي بازار ډېر فعال وي، چې د سيلانۍ، زرغونتوب، نويو تجربو او هوښياري توکو په شمول د نويو ډولونو مصارف د اقتصادي پرمختګ د هڅونې يو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

د چين د نوي پرمختګ په حالت کې مصارف د اقتصادي پرمختګ لومړی خوځنده ځواک دی چې له دې جملې څخه د نويو شکلونو مصارف د مصرفي اړتياوو د پراخېدو عمده ځواک ګنل کېږي. نو د نويو شکلونو مصارف څه مانا لري او څنګه د اقتصادي پرمختګ هڅونه کوي؟

د سياسي اقتصادپوهنې د بنسټيزو اصولو له مخې، اقتصادي دوران د توليد، وېشنې، لېږد رالېږد او مصار له څلورو کړيو څخه جوړېږي، په دې جمله کې مصرفول د اقتصادي دوران اخري کړۍ او نوی پيل هم دی. مصرفول د ټولنيز توليد په بهير کې بنسټيز مقام لري، دا په اسانه توګه ويل کېږي، که مصارف نه شته وي، نو تصدۍ به بيا توليدي چارې تر سره نه کړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي پرمختګ حالت وړاندې کړی، له مخې يې د اوسېدونکو لخوا د مصرفي اړتياوو زياتول د اقتصادي پرمختګ ستراتيژيک بنسټ بلل کېږي. د دې تر څنګ مصارف د نوښتونو او باکيفيته پرمختګ هڅونه هم کولای شي. په بله ژبه، د نوي نسل معلوماتي ټکنالوژۍ پر بنسټ نوې چارې نوی او قوي مصرفي بازار جوړولای شي. د بېلګې په توګه په ژوندې خپرونې کې د توکو پلورل، انلاين ډوډۍ اخيستل، انلاين طبي خدمتونه او بدني روزنې، هوښياري کورني سامانونه، په ډيجتل ټکنالوژۍ د لباس ازموينې، انلاين سينګارول او داسې نور. داسي نوي مصرفي شکلونه په چين کې د اوسني پړاو د مصرفي چارو د پرمختګ مهم ځواک او د اقتصادي پرمختګ نوی انجن ګڼل کېږي

د نويو شکلونو مصرفي بازار څومره لوی دی؟ په دې برخه کې د نوې انرژۍ د موټرو بېلګه وړاندې کېږي، د چين د نوې انرژۍ موټر د بېټريو ، ځيرکي چلونې، د ځانګړې بڼې کنټرولولو په شمول برخو کې په ټوله نړۍ کې مخکښ مقام نيسي او پرمختللې ټکنالوژۍ له ځان سره لري. اوسمهال په چين کې په هرو لسو نويو پلورونکو موټرو کې څلور عرادې د نوې انرژۍ موټر دي او دغه انډول د پر له پسې زياتېدو په حال کې دی. نو دا په اسانه توګه د پوهاوي وړ ده، چې ولې د امريکا او اروپا د نوې انرژۍ موټرو شرکتونه او د دغو موټرو د توليدولو په ځنځير کې برابروونکې تصدۍ چيني بازار ته د ننوتلو لېوالتيا لري.

چين يو ميليارد او څلور سوه ميليونه نفوس لري، چې څه باندې څلور سوه ميليونه د منځني سويې عايد لرونکي دي، چې په نړۍ کې د مصرفولو دويم لوی بازار او د مادي تجارت په برخه کې لومړی لوی هېواد ګڼل کېږي. د مصرفي اړتياوو په ځانګړې توګه د نويو شکلونو مصرفي غوښتنو پراخول د اقتصادي پرمختګ د هڅونې ستر ځواک دی. دغه راز په چين کې چين د نويو شکلونو لوی مصرفي بازار به نړۍ ته زيات سوداګريز فرصتونه هم برابر کړي.